احمدالله سیلاب.
څه موده مخکې کرزی یوه لویه مشورتي جرګه جوړه کړه او د امریکا سره د امنیتی تړون د امضاء کولو په خاطر یې مشوره ورسره کوله دا خبره به له سره پریږدو چې پدې جرګه کې کومو کسانو ګډون کړئ ؤ هر څوک ورنه خبر دي چې ټول بیسواده ولسي عام وګړي وو او د څو ډالرو په مقابل کې دیته تیار شول چې دری ورځې تش په نامه مشورتي جرګې ته ورشي لدې سره چې کرزی د مشورتي جرګې ټول ګډون کوونکي په ګوتو راټول کړي ؤ خو بیا هم اکثریت یې د امنیتی تړون د امضاء کولو کلک مخالفت وکړ، د جرګې په آخرینۍ ورځ باندې کرزي خپل دریځ بدل کړ او زیاته یې کړه چې له
امریکا سره به هیڅکله امنیتی تړون امضاء نه کړي تر څو چې امریکا د کرزی دری شرطونه ونه مني: اول د افغانانو په کورونو باندې به چاپې نه وهي، دوهم راتلونکی د ولسمشرۍ انتخابات به شفاف وي او دوی به هیڅ قسم لاسوهنه نه پکې کړي، دریم په هیواد کې به رښتیني سوله راولي، دا هغه شرطونه وو چې کرزي په امریکا باندې ایښي ؤ خو امریکا د کرزي په شرطونو باندې غوږ هم ونه ګراوه د وخت په تیرویدو سره کرزي وویل چې امریکا ورسره دوه شرطونه منلي دي چې د افغانانو په کورونو باندې به لدې وورسته چاپې نه وهي او په راتلونکو انتخاباتو کې به هم لاسوهنه نکوي او یوزاې دریم شرط پاتې دی چې هغه په هیواد کې واقعي سوله راوستل دي چې د دې شرط په سره هم خبرې اترې روانې دي چې امریکا به په هیواد کې سوله راولي پداسې حال کې چې امریکایان خپله د سولې دښمنان دي ترڅو چې دوی په هیواد کې شتون لري سوله به څوک په سترګو هم ونه ویني.
را به شو د کرزی لومړنۍ شرط ته دا چې کرزي وویل چې زما شرط یې منلی دئ نو امریکایانو د نوموړي شرط ته عملي بڼه ورکړه چې د تیرې یکشنبې په شپه د وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ د شنیز درې د سیرک په نوم کلی باندې یې د داخلي لاسپوڅو او اربکیانو په ملګرتیا سره چاپه ووهله چې په نتیجه کې یې د ټول کلي سپين ږیري، سپينې سرې، ځوانان او د پيغلو په شمول معصوم ماشومان له خواږه خوب څخه راپاڅول او په ډیر وحشیانه ډول سره يې ټول کورونه تالاشي کړل او د کلي ټول اوسیدونکي یې د ژمي په دې یخو شپو کې تر سهاره پورې یخ ته ودرولي ول او د کورونو له تالاشۍ څخه وروسته یې د جومات په لوری مخه کړه چې په جومات کې یی د قرآنکریمونو په بی حرمتۍ سربیره د جومات غولئ ټول اړولی دی او بیا یې په جومات کې خپل قضاء حاجت رفع کړی دی.
اوس به قضاوت د امریکایانو پلویانو ته پریږدو چې د امریکایانو په جنایتونو سربیره هغوی ته د دایمي اډو په ورکولو باندې زیات ټینګار کوي که چیرته پدې کلي کې کوم طالب وای نو دوی چاپه ورباندې وهلې وای نو بیا هم یوه خبره وه نو پداسې حال کې چې ټولو ته څرګنده ده چې طالبان د ژمي د موسم په را رسیدو سره خپل عملیات د ولایتونو او کلیو څخه ښارونو ته متوجه کوي او یا اکثره د ژمي په موسم کې د مشکلاتو له وجې بل ځای ته ځي او د پسرلي په موسم کې بیرته خپلو علمیاتو ته دوام ورکوي نو اوس خو پدې کلي کې یو طالب هم نه و چې دوی چاپه ورباندې ووهله او بی ګناه ملکي وګړي یې وځورول جومات یې ورته تخریب کړی د ټولو مسلمانانو د سپیڅلي قرآن کریم بی حرمتي او بی عزتی یې وکړه پداسې حال کې چې د امریکایانو هیڅ قسم مخالفت یې هم نه دی کړی نو بیا ولې بی ګناه ملکي وکړي ځورول کیږي؟؟ تر ټول دردونکې خو لا دا ده چې داخلي لاسپوڅيو او اربکیانو هم ورسره پوره برخه اخیستې ده نو بیا اکثره خلک وایي چې طالبان باید ملی اردو او اربکیان ونه وژني ځکه چې د وطن خدمتګاران دي همدغه ملی اردو او اربکیان دي چې په امریکایانو باندې د بې ګناه ملکي وګړو په کورونو باندې چاپې وهي او یا هم خپل شخصي غرائض مطرح کوي ځکه چې نن ورځ یې باداران شته دي او هر څه چې وغواړی کولای یې شي څوک یې مخه نه شي نیولای.
کرزی باید پدې پوه شي چې د نوموړی شرطونه هسې بیځایه دي ځکه چې د نوموړی لومړی شرط د ده په خبره چې امریکایانو ورسره منلی و په دومره لنډه موده کې مات کړ نو که چیرې امنیت تړون ورسره لاسلیک کړي نو په را راونو لسو کلونو کې به امریکائي مجرمین نور کوم نه بښونکي جنایتونه ترسره کړي!! دا پداسې حال کې چې تراوسه پورې خو کرزی وایي چې افغانستان اشغال شوی نه دی یو مستقل هیواد دی او هیڅوک نوموړي ته غلام نشي ویلائ لکه څرنګه چې نوموړي د مشورتي جرګې په آخرینۍ ورځ وویل چې که چیرې امنیتي تړون امضاء کړم نو بیا به مې نوم د شاه شاجعیانو په تاریخ کې ولیکل شي، اوس خو لا ښه ده په رسنیو کې د امریکایانو وحشي جرمونه کله نا کله نشر کیږی نو که چیرې امنیتی تړون امضاء شي کرزی او انډیوالان یې افغانانو ته د دایمي غلامۍ سند واخلي نو بیا خو هیڅوک نشي کولای چې د امریکایانو د جرمونو په اړه آف هم وکړي ځکه چې دوی اوس داسې خپلسري علمیات کوي او بې ګناه ملکي وګړي شهیدانوي نو لدې وروسته خو به په طریقه اولا سره خپلو جنایتونو ته پراختیا ورکړي.
احمدالله سیلاب
افغانستان